Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

اهداف (موخې) اواصول

اهداف

داساسی قانون اودهیواد دنورونافذوقوانینو دارزښتونوملاتړاوپلي کول، په ځانګړې توګه داساسی قانون دیودیرشمې مادې

دعادلانه محکمې دتبارزاودهیواددعدلي اوقضایي سیستم دلاقانوني کیدولپاره مرسته اوهڅې
په جزایي اوکورنیوقضیوکې حقوقي مرستوته له اړوکسانو سره دمدافع وکیلانو په واسطه په وړیاتوګه مرسته
په وړیاتوګه دحقوقي مشورووړاندې کول
دکتابونو،پوسترونو،رسالواومعلوماتي جزوودخپرولواودښوونیزو کنفرانسونواوورکشاپونوددایرولوله لارې، په حقوقي اوقانوني مسئلوکې دعامه پوهاوي اودهیواددعدلي اوقضایي سیستم دکارکوونکودپوهې دکچې لوړول
دمدافع وکیلانودټولنې دجوړولوپه برخه کې هڅې
دشته ستونزودحل اودګډواهدافودبهبود اوپرمختګ په موخه دپریکړولپاره، له مدني ټولنې اونورواړوندو حقوقي بنسټونو سره مرسته، همغږي اودغونډوجوړول
دهیوادداساسي قانون ددوه ویشتمې مادې دحکم پربنسټ، دهرډول تبعیضاتودله منځه وړولو او دښځو اونارینه وودحقونودتساوي لپاره هڅې
په افغانستان کې ددفاع وکالت دسیستم کمي اوکیفي بهبوداوورسره دمدافع وکیلانوملاتړاودهغوی دپوهې دکچې لوړول
دمدافع وکیلانوپه دندو اوددې په پایله کې دهیواد په عدلي اوقضایي سیستم کې دبشري حقونودنړیوالې اعلامیې اونورو نړیوالومیثاقونواوکنوانسیونونود پلي کولوهڅه
دهیواددقوانینوداصلاح اوبشپړتیالپاره اړوندومراجعوته درغنده وړاندیزونووړاندې کول

اصول اومعیارونه

داساسي قانون دویمې اودرېمې مادې اودیني معتقداتوته په پام سره، داسلامي ارزښتونواوضوابطو درناوی اوپه پام کې نیول

داساسي قانون د شپږپنځوسمې مادې دحکم پربنسټ،داساسي قانون دحکمونوپیروي اودهیوادنورو نافذوقوانینوته غاړه ایښودنه

داساسي قانون داوومې مادې روحیې ته په پام سره دبشري حقونودموازینواوهغونړیوالومیثاقونورعایت چې افغانستان یې غړیتوب ترلاسه کړی دی

داساسي قانون یودیرشمې اودمدافع وکیلانودقانون لسمې مادو ته په پام سره،ددعوی په ټولوپړاوونوکې دموکل له حقونونه دفاع اوله هغه نه دتوردفع کول

داساسي قانون یودیرشمې اودمدافع وکیلانو قانون دیارلسمې مادوته په پام سره دموکل درازونوساتنه

دموکل دګټودخوندیتوب په موخه، په عدلي اوقضايي سیستم کې دمدافع وکیل دخپلواکۍ اصل ته په پام سره ددفاع وکالت اړوندوفعالیتونودخپلواکۍ ساتنه

دوړیادفاع وکالت دخدمتونودوړاندې کولوپه موخه،د امکاناتواوتوانمندیو په لوړه کچه کارون
داساسي قانون دوه ویشتمې مادې ته په پام سره، دښځوپروړاندې دتاوتریخوالي اوهرډول تبعیضاتودله منځه وړلوهڅې