Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

فعالیتونه

دقانون غوښتونکي دفتردفعالیت سیمې اودمدافع وکیلانوشمیر

دقانون غوښتونکي دفترد۳۰ تنومدافع وکیلانوله لرلوسره په ۱۷ ولایتونوکې فعالیت کوي اودافغانستان په پنځو ولایتونو( کابل، هرات، کندهار، ننګرهاراومیدان وردک) کې دفترونه لري. په دې دفترونوکې موجود مدافع وکیلان په لاندې توګه ګاونډیوولایتونوته په وړیاتوګه دجزايي اوکورنیوقضیوداخیستواوتعقیب لپاره په منظم ډول استول کیږي:

په اونۍ کې کاري ورځې دمدافع وکیلانوشمیر   ولایت ګڼه
6 ورځې 11 تنه کابل (مرکزی دفتر) 1
یوه ورځ 1 استول شوی تن پروان(دمیدان وردکودفترکاري سیمه) 2
یوه ورځ 1 استول شوی  تن کاپیسا (دمیدان وردکودفترکاري سیمه ) 3
6 ورځې 8 تنه هرات (سیمه ایز دفتر) 4
دامنیتي مسایلواواړتیا له په پام کی نیولو سره 1 استول شوی  تن غور (دهرات دفتر کاری سیمه ) 5
په دوه میاشتوکی یوځل 1 استول شوی  تن بادغیس (دهرات دفتر کاری سیمه  ) 6
دامنیتي مسایلواواړتیا له په پام کی نیولو سره 1 استول شوی  تن فراه (دهرات دفتر کاری سیمه ) 7
6 ورځې 4تنه بلخ (سیمه ایز دفتر) 8
6 ورځې 4تنه ننگرهار(سیمه ایز دفتر) 9
1 ورځ 2 استول شوي وکیلان لغمان (د ننگرهاردفترکاري سیمه ) 10
1 ورځ 1 استول شوی  تن کنر (د ننگرهاردفترکاري سیمه ) 11
6 ورځې 4تنه میدان وردک (سیمه ایز دفتر) 12
2 ورځې 3 استول شوي وکیلان غزنی (دمیدان وردکودفترکاري سیمه ) 13
2 ورځې 2 استول شوي وکیلان لوگر(دمیدان وردکودفترکاري سیمه ) 14

دقانون غوښتونکي دفتراصلي فعالیتونه:

 

  1. دښځو، ماشومانواونارینه وو په قضیوکې دوړیا دفاع وکالت دخدمتونووړاندې کول.
  2. دښځولپاره په کورنیوقضیوکې دوړیا دفاع وکالت دخدمتونووړاندې کول.
  3. اړوکسانوته دوړیا حقوقي مشورووړاندې کول.
  4. په لرې پرتوسیموکې دګرځنده حقوقي کلینیکونودایرول.
  5. دښوونیزوورکشاپونواوکنفرانسونوله لارې دظرفیتونولوړول.
  6. دکتابونو، معلوماتي جزوو، رسالواوپوسترونودخپرولوله لارې دحقوقي پوهې دکچې لوړول.
  7. په هغوځایونوکې چې آزادي سلبیږي، دشکمنو، تورنواومجرمینودحقوقي پوهې دکچې لوړول.
  8. دعبرتناکو نندارو اوخبرواتروله لارې په لرې پرتوسیموکې دخلکودحقوقي پوهې دکچې لوړول.
  9. له اړوندوبنسټونوسره همکاري اودهغوی په غونډوکې ګډون.
  10. دحقوقي مرستندویانو دکمیټې جوړول اودهغوی دغونډودایرول.
  11. دمدافع وکیلانودټولنې دودې اوپرمختګ لپاره هڅې.
  12. دقوانینود تسوید، نزئید اوالغا‌ء لپاره فعالیت.
  13. دهیواد دنافذوقوانینواونړیوالوتړونونوڅیړنه اودخپرونوله لارې دهغوی خپرول.
  14. دښځوپروړاندې دتاوتریخوالي اوډول ډول تبعیضونودله منځه وړلوهڅې.