Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

مقدمه

د عدالت پلی کول د ټولنې په ټولو اتباعو باندې، د عادلانه محکمې شتون د هیواد په عدلي او قضایي سیستم کې، د نافذ شویو قوانینو پلی کول، د شکمنو او تورنو پر سر د تړل شوی اتهام پر وړاندی د دوی د حقوقو نه دفاع کول، په یوه جزایی قضیه کې د پټ شوو واقعیتونو ښکاره کول او هغو واقعیتونو ته په کمه سترګه کتل، د یوی قضیی د ټولو پټو او تیارو اړخونو د روښانه کولو په موخه مرسته، د بی ګناه خلکو د نه بندی کولو د اصل د تحقق لپاره مرسته، در یوې قضیی د نا قانونو اجرااتو ښکاره کول د ښوو اصلاحاتو په موخه او … د مدافع وکیل د شتون نه پرته د هیواد په عدلی او قضایی سیستم کې ناشوڼې ښکاری.

دا وو چې په هیود کې د مدافع وکیلانو د کموالې په دلیل او بیوزلو خلکو له لورې د مدافع وکیل د حق الزحمې د پری کولو د نه توان په خاطر، آغلی فرشته کریمی او ښاغلی نجیب الله غزیزی په کال ۲۰۰۵ میلادی کال د سپتامبر په میشات کی چې د ۱۳۸۴ د سنبلې له میاشتی سره سمون لری د قانون غوښتونکی د دفتر پر تاسیس باندی یې اقدام وکړ. د یادونې وړ دۍ چې د دې دفتر اساسي فعالیتونه چې هماغه په وړیا توګه په جزایی او فامیلی قضیو کې د ښځو، ماشومانو او بی وزلو نارینو لپاره د دفاع وکالت دی په ۱/۱/۲۰۰۶ میلادی کال چې د ۱۱/۱۰/۱۳۸۴ سره سمون لري پیل شو.