Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

په جزايي/فامیلی قضیوکې ددفاع وکالت

دقانون غوښتونکي دفتراړوندمدافع وکیلان په هغوولایتونوکې چې فعالیت کوي، موجودې جزایي قضیې لکه ( غلا، وژنه، دمخدره توکوقاچاق، لاره شکونه، تزویر، اختطاف، دملی امنیت ضدجرمونه، وهل اوټپی کول، بډې، اختلاس ، زنا، شراب څښل اوداسې نور) له شکمن یا تورن(ښځې، ماشوم اویانارینه) سره ترتړون وروسته اخلي اوپه درې ګونومحکموکې یې دحکم ترقطعي کیدوپورې په وړیاتوګه تعقیبوي.
دقضیواخیستل له بیلابیلولارودبیلګې په توګه دآزادۍ دسلبیدوځایونولکه دنارینه وو اوښځوڅارنځایونو(نظارتخانو)، توقیف ځایونو، بندیخانو اودماشومانو(هلکانواونجونو) داصلاح اوروزنې مرکزونوته دمدافع وکیلانودورتګ له لارې، اوهمدارازدعدلي اوقضایي سیستم دارګانونو، دبشري حقونودخپلواک کمیسون یا نورونادولتي ارګانونولخوا دمکتوبونوله لارې دمعرفي کیدو اویاهم په سیده توګه دقانون غوښتونکي دفترته دموکلینویادهغوی دخپلوانو دمراجعې له لارې چې دقانون غوښتونکي دفتر دټیلفون دهغوشمیروله لارې چې خپرونوکې خپرې شوې دي، ددې دفتر له خدمتونو خبرشوي دي اودې ته ورته نوروحالاتوله لارې عملي کیږي.
مدافع وکیلان دخبریدوپه صورت کې دوکالت له تړون وروسته دشکمن دنیول کیدوله هماغه لومړنیوشیبونه بیا پرهغه دحکم دقطعي کیدوتروخته په بیلابیلوپړاوونوکې لکه دپولیسوداجرااتوپرمهال فعال حضور، داستنطاق (پوښتنوګرویږنو)پرمهال فعال حضور، دتفتیش پرمهال فعال حضور، داهل خبره وودکتنوپرمهال فعال حضور، دپلټنې یا تلاشي پرمهال فعال حضور، ددوسیې مطالعه، په قضایي ناستې کې فعال حضور، استیناف غوښتنې او داستیناف په قضایي ناستې، تمیزغوښتنې اونوروناستوکې ، ګډون او له خپل موکل نه دفاع کوي.
په کورنیوقضیوکې ددفاع وړیاوکالت
ددې لپاره چې ښځې دهیواد ترټولوډیرمحروم اوځوریدلی قشردی، اودې ته په پام چې ښځې دبې سوادۍ یا کم سوادۍ له کبله له خپلوشرعي اوقانوني حقونو خبرې نه دي، اوهم دې واقعیت ته په ځیرنې چې ښځې د خپلوحقوقي قضیو دتعقیب لپاره دوکیل دحق الزحمې دورکولومالي توان هم نلري، دقانون غوښتونکي دفتر په کورنیوقضیوکې د افغاني ټولنې دمحروم قشر (ښځو) لپاره ددفاع وړیاوکالت وړاندې کوي.
وکالت ته اړې ښځې دقانون غوښتونکي دفتر دخپرونودلوستلواوپه هغوی کې دموجودو ټیلفون شمیرو دلیدو له لارې ددې دفتر له خدمتونونه خبریږي اودفتر ته په راتلو خپلې کورنۍ ستونزې مطرح کوي. همداراز دکورنیو قضیو اخیستل دهغومکتوبونوله لارې چې دښځودمحترم وزارت اودهغوی دریاستونوله لارې دعدلیې محترم وزارت دحقوقوریاستونواومحکموته استول کیږي هم ترسره کیږي اوسربیره پردې داډول قضیې دهغونادولتي دفترونو له لارې چې دښځودحقونو په برخه کې کارکوي هم په مرکزاوولایاتوکې دقانون غوښتونکي دفترته  معرفي کیږي. له دې سره سره محترم مدافع وکیلان دکورنیوقضیوداخیستولپاره دعدلیې محترم وزارت دحقوقو ریاستونو اومحکموته هم ورځي.
کورنۍ قضیې بیلابیل ډولونه لري، لکه (دکوژدې فسخ، دضررپه سبب بیلیدل (تفریق)، دعیب په سبب بیلیدل، دغیابت په سبب بیلیدل، دنفقې دنه ورکولو په سبب بیلیدل، خلع ، حضانت، مهر، دنفقې غوښتنه اونور).
په پیل کې هڅه کیږي چې دهغوی ستونزې دامکان په صورت کې د سولې اوخبرواتروله لارې دحقوقوله ریاستونو اومحاکموسره په تفاهم کې حل شي. خوپه هغه صورت کې چې دقضیې رسمي کیدل دحل یواځنۍ لاره وي نو بیا همدالاره دحل غوره لارګڼل کیږي.
کورنۍ قضیې ډیرځله په اړوندومحکموکې دوکالت دشرعي وثیقې له جوړولونه په رسمي توګه پیلیږي، بیا دموکل په ګته د اسنادو اوشواهدو په برابرولواوهمداسې د صورت دعوی دجوړولو اواړوندې محکمې ته دهغې په وړاندې کولو او قضایي ناستوکې په ګډون ادامه پیداکوي او په محکموکې دحکم قطعي کیدوسره رسماٌ پای ته رسیږي، خومحترم مدافع وکیلان هروخت له خپلوموکلینوسره اړیکې نیسي اودستونزودپیداکیدوپه صورت کې دهغوی دحل لپاره اقدام کوي