Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

په جزايي قضیوکې ددفاع وړیا وکالت

په جزايي قضیوکې ددفاع وړیا وکالت

دقانون غوښتونکي دفتراړوندمدافع وکیلان په هغوولایتونوکې چې فعالیت کوي، موجودې جزایي قضیې لکه ( غلا، وژنه، دمخدره توکوقاچاق، لاره شکونه، تزویر، اختطاف، دملی امنیت ضدجرمونه، وهل اوټپی کول، بډې، اختلاس ، زنا، شراب څښل اوداسې نور) له شکمن یا تورن(ښځې، ماشوم اویانارینه) سره ترتړون وروسته اخلي اوپه درې ګونومحکموکې یې دحکم ترقطعي کیدوپورې په وړیاتوګه تعقیبوي.

دقضیواخیستل له بیلابیلولارودبیلګې په توګه دآزادۍ دسلبیدوځایونولکه دنارینه وو اوښځوڅارنځایونو(نظارتخانو)، توقیف ځایونو، بندیخانو اودماشومانو(هلکانواونجونو) داصلاح اوروزنې مرکزونوته دمدافع وکیلانودورتګ له لارې، اوهمدارازدعدلي اوقضایي سیستم دارګانونو، دبشري حقونودخپلواک کمیسون یا نورونادولتي ارګانونولخوا دمکتوبونوله لارې دمعرفي کیدو اویاهم په سیده توګه دقانون غوښتونکي دفترته دموکلینویادهغوی دخپلوانو دمراجعې له لارې چې دقانون غوښتونکي دفتر دټیلفون دهغوشمیروله لارې چې خپرونوکې خپرې شوې دي، ددې دفتر له خدمتونو خبرشوي دي اودې ته ورته نوروحالاتوله لارې عملي کیږي.

مدافع وکیلان دخبریدوپه صورت کې دوکالت له تړون وروسته دشکمن دنیول کیدوله هماغه لومړنیوشیبونه بیا پرهغه دحکم دقطعي کیدوتروخته په بیلابیلوپړاوونوکې لکه دپولیسوداجرااتوپرمهال فعال حضور، داستنطاق (پوښتنوګرویږنو)پرمهال فعال حضور، دتفتیش پرمهال فعال حضور، داهل خبره وودکتنوپرمهال فعال حضور، دپلټنې یا تلاشي پرمهال فعال حضور، ددوسیې مطالعه، په قضایي ناستې کې فعال حضور، استیناف غوښتنې او داستیناف په قضایي ناستې، تمیزغوښتنې اونوروناستوکې ، ګډون او له خپل موکل نه دفاع کوي.