Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

په کورنیوقضیوکې ددفاع وړیاوکالت

ددې لپاره چې ښځې دهیواد ترټولوډیرمحروم اوځوریدلی قشردی، اودې ته په پام چې ښځې دبې سوادۍ یا کم سوادۍ له کبله له خپلوشرعي اوقانوني حقونو خبرې نه دي، اوهم دې واقعیت ته په ځیرنې چې ښځې د خپلوحقوقي قضیو دتعقیب لپاره دوکیل دحق الزحمې دورکولومالي توان هم نلري، دقانون غوښتونکي دفتر په کورنیوقضیوکې د افغاني ټولنې دمحروم قشر (ښځو) لپاره ددفاع وړیاوکالت وړاندې کوي

وکالت ته اړې ښځې دقانون غوښتونکي دفتر دخپرونودلوستلواوپه هغوی کې دموجودو ټیلفون شمیرو دلیدو له لارې ددې دفتر له خدمتونونه خبریږي اودفتر ته په راتلو خپلې کورنۍ ستونزې مطرح کوي. همداراز دکورنیو قضیو اخیستل دهغومکتوبونوله لارې چې دښځودمحترم وزارت اودهغوی دریاستونوله لارې دعدلیې محترم وزارت دحقوقوریاستونواومحکموته استول کیږي هم ترسره کیږي اوسربیره پردې داډول قضیې دهغونادولتي دفترونو له لارې چې دښځودحقونو په برخه کې کارکوي هم په مرکزاوولایاتوکې دقانون غوښتونکي دفترته معرفي کیږي. له دې سره سره محترم مدافع وکیلان دکورنیوقضیوداخیستولپاره دعدلیې محترم وزارت دحقوقو ریاستونو اومحکموته هم ورځي

کورنۍ قضیې بیلابیل ډولونه لري، لکه (دکوژدې فسخ، دضررپه سبب بیلیدل (تفریق)، دعیب په سبب بیلیدل، دغیابت په سبب بیلیدل، دنفقې دنه ورکولو په سبب بیلیدل، خلع ، حضانت، مهر، دنفقې غوښتنه اونور)

په پیل کې هڅه کیږي چې دهغوی ستونزې دامکان په صورت کې د سولې اوخبرواتروله لارې دحقوقوله ریاستونو اومحاکموسره په تفاهم کې حل شي. خوپه هغه صورت کې چې دقضیې رسمي کیدل دحل یواځنۍ لاره وي نو بیا همدالاره دحل غوره لارګڼل کیږي

کورنۍ قضیې ډیرځله په اړوندومحکموکې دوکالت دشرعي وثیقې له جوړولونه په رسمي توګه پیلیږي، بیا دموکل په ګته د اسنادو اوشواهدو په برابرولواوهمداسې د صورت دعوی دجوړولو اواړوندې محکمې ته دهغې په وړاندې کولو او قضایي ناستوکې په ګډون ادامه پیداکوي او په محکموکې دحکم قطعي کیدوسره رسماٌ پای ته رسیږي، خومحترم مدافع وکیلان هروخت له خپلوموکلینوسره اړیکې نیسي اودستونزودپیداکیدوپه صورت کې دهغوی دحل لپاره اقدام کوي