Search English / Dari

Facebook Logo twitter Logo Facebook Logo Facebook Logo Pinterest Logo SkypeLogo

ګرځنده حقوقي کلینیکونه

له دې کبله چې دکلیواوله ښاره لرې پرتوسیموډیری خلک نالوستي دي اودامکاناتودنه شتون په دلیل رادیو، تلویزیون اود رسنیو نوروډولونوته لاسرسی نلري، ځکه نو داخلک په بنسټیزډول دښځودحقونو، جرمونواومجازاتو، حقوقي اومدني مسایلو او دمحاکمو پروسیجر سره هیڅ بلدتیا نلري.
دقانون غوښتونکي دفترداډول خلکوته چې تراوسه له هرډول خدمتونوبې برخې پاتې دي، په ۲۰۰۸ کال کې ددې ادارې دمجربو حقوقپوهانو په واسطې (  ) ګرځنده حقوقي کلینیکونه ( ) ښځو، ماشومانو اونارینه ووته په ترپوښښ لاندې ولایتونوکې دایرکړي چې هغې ارزونې ته په پام سره چې د ( ) مکتوب اوپوښتنلیکونو له لارې چې له ګډون کوونکو، سیمه ایزومسئولینو او سپین ږیرو ترسره شوي دي،خلک له بشري حقونو اوپه ځانګړي ډول دښځوله حقونو دشریعت اوقانون له نظره خبرشوي اوهم له نوروداړتیا وړحقوقي مسئلوسره آشناشوي دي چې په راتلونکي کې ددې ډول ګرځنده حقوقي کلینیکونودوام کولای شي عاموخلکوکې دوګړوحقونوته درناوی ډیراودښځوپروړاندې دتاوتریخوالي ګراف راټیټ کړي اوهم په هیواد کې قوانینوته ددرناوي اودهغوی درعایت لامل وګرځي.